د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله سره لیدنه کې ویلي، له افغانستان د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له دغه هېواد سره د امریکا ملاتړ دوام ولري.
بایدن تېره شپه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
ولسمشربایډن په خپلو خبرو کې د افغان ولسمشر له خوا د افغان مشرانو او افغانانو تر منځ د یوالي تامین ته په اشارې و ویل، چې افغانان باید خپله د خپل راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي چې څه غواړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د مشارکت لړۍ نه تمامېږي، بلکې دوامداره به وي.
د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي«موږ وځو، خو له افغانستانه مو ملاتړ پای ته نه رسېږي، د افغان پوځ د ساتلو، اقتصادي او سیاسي مرستو څخه ملاتړ به مو دوام ولري.
ولسمشر جوبایډن زیاته کړې، چې تاوتریخوالی باید ودرول شي خو په وینا یې دا به سخت کار وي.
نومړي د خپلو خبرو پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا به د افغانستان تر څنګ ولاړه وي تر څو دا ډاډ تر لاسه کړي، چې هغه څه چې افغانستان ورته اړتیا لري، لاس رسی ورته ولري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکا له قربانیو او مرستو په مننۍ سره ویل، چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې له هېڅ زار مالي او ځاني مرستې درېغه نه ده کړې.
ښاغلي غني د بایډن دغه تصمیم چې خپل ځواکونه وباسي تاریخي وباله ویې ویل، دغه کار ټول دې ته وهڅول چې له سره محاسبه او غور وکړي.
ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو نوی فصل او مشارکت پیل شوی، چې نظام به نه وي، بلکې ټول اړخیزه به د ګډو ګټو پر محور راڅرخي.
افغان ولسمشر ډاډ ورکړ، چې دوی له دغه مشارکت څخه خوښ دي او افغانان به په خپل عزم، ارادې، یووالي او مشارکت سره پر ټولو احتمالاتو بریالي کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/23041